د افغانستان فوټسال غوره لیګ سیالیو دوام
جوزا 20, 1404 16:07 Asia/Kabul
د افغانستان فوټسال روان غوره لیګ کې نورزاد نیمروز د کابل استازیتوب کوونکي ظاهر اسد ته څلور پر صفر ماتې ورکړه.
نورزاد نیمروز ټیم خپلې دویمې پرله پسې بریا سره د جدول سر ته ورسید. دې لوبډلې د سیالۍ په لومړۍ اونۍ کې صداقت ټیم ته هم ماتې ورکړې وه.په بله لوبه کې پیروزی پنجشیر د غزني دیار سنايي ته پنځه پر یو ماتې ورکړه.دا بریا وروسته له هغه وشوه چې پیروزی په خپله لومړۍ لوبه کې د آریا فورج په وړاندې پنځه پر صفر حیرانونکې لوبه وکړه.د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه لس ټیمونو د افغان فوټسال غوره لیګ په څلورم پړاو کې برخه اخیستې.دا سیالي به د تګ راتګ په بڼه ترسره شي چې د دې پړاو د اتلولۍ د ټاکلو لپاره به ټولټال نوي سیالۍ ترسره شي.