د اروپا اتلانو لیګ کې د پرتګال اتلولي
جوزا 19, 1404 17:29 Asia/Kabul
پرتګال د پنالټي په ضربې هسپانیې ته په ماتې ورکولو سره د اروپا ملتونو لیګ کې خپله اتلولي ولمانځله.
اروپا ملتونو لیګ فاینل لوبه اضافي وخت ته لاړه د یو سل او شل دقیقو په زړه پورې لوبې کې دواړو ټیمونو دوه پر دوه مساوي لوبه وکړه.خو د پنالټي په وهلو سره پرتګال وکولی شو چې خپل سیال ته ماتې ورکړي او د دوه زره پنځه ویشتم کال د اروپا ملتونو لیګ اتل شي.په دې لوبه کې د کریس تیانو رونالډو وړتیا ډیره په زړه پورې وه او هغه وکولی شو چې د دې لوبې پایله د خپلې لوبډلې په ګټه بدله کړي.اوس د اروپا ملتونو لیګ اتلولۍ کې په دویمې بریا سره پرتګالیانو په نړیوال فوټبال کې خورا ارزښتناک ځای ترلاسه کړی دی.