امریکا کې د یوې الوتکې لویدل
جوزا 19, 1404 17:26 Asia/Kabul
امریکایی رسنیو راپور ورکړی چې یوه مسافر وړونکې الوتکه چې شل مسافر پکې سپاره وو په ټینیسي ایالت کې نسکوره شوې ده.
ویل کیږي چې الوتکه په یوه استوګنیزه سیمه کې غورځېدلې ده خو د پېښې د لامل په اړه یې هیڅ راپور نه دی خپور شوی.د ټینیسي ایالت ایالتي دفتر په بیان کې راغلي چې د ټینیسي د لویې لارې امنیتي مسولین د تولاهوما پولیسو ادارې سره د پېښې په ځای کې مرسته کوي.لومړني راپورونه ښيي چې په الوتکه کې شاوخوا شل کسان سپاره وو او روغتون ته وړل شوي دي.تر اوسه پورې په دې پېښه کې د مړو یا ټپیانو د شمېر په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.