جوزا 19, 1404 17:25 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې سره پر همکارۍ د ایران ټينګار

د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې ویاند تېره شپه په یوه ځانګړې خبري غونډه کې وویل چې ایران د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره په شفاف ډول همکاري کوي.

بهروز کمال وندي ټینګار وکړ چې ځینې دښمنان د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته ناسم راپورونه وړاندې کوي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ لپاره ستونزه رامینځته کوي.ښاغلي کمالوندي وویل چې تیره میاشت موږ د نړیوالې ادارې چارواکي راوبلل او په څو برخو کې مو د تخریب اسناد وروښودل. کله چې دوی اسناد ولیدل وویل چې ستاسو اسناد سم دي خو موږ نشو کولی خپلې پخوانۍ ارزونې پریږدو.د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د ویاند په وینا دوی بیا وویل چې موږ پدې مسله کې د دښمنانو لخوا د تخریب امکان منو.