تاتارستان ته د سرپرست حکومت د پلاوي سفر
جوزا 19, 1404 17:23 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت یو پلاوی د لوړو زده کړو وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې د ګډون لپاره د تاتارستان جمهوریت ته سفر کړی دی.
د یاد وزارت د بیان له مخې د دې سفر په لړ کې د سرپرست حکومت چارواکي به د هغو هیوادونو له استازو سره چې په دې غونډه کې برخه اخلي د ګډو علمي پروګرامونو د جوړولو، د استادانو د جذبولو او نورو مسلو په اړه بحث وکړي.تاتارستان ته د سرپرست حکومت د تدریسي چارواکو دا سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي چې اوس مهال د افغانستان ټول پوهنتونونه د ښځینه زده کونکو د منلو څخه منع دي.د لوړو زده کړو وزیرانو دریم نړیوال فورم به د "راتلونکي بڼه ورکول" تر نامه لاندې د تاتارستان په کازان ښار کې ترسره شي.