کابل کې د سرطان د درملنې روغتون جوړول
جوزا 19, 1404 17:22 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ډېر ژر به په کابل کې د دوه سوه بسترونو ظرفیت لرونکی د سرطان یو ځانګړی روغتون پرانیستل شي.
د روغتیا وزارت مسولینو وویل چې دا روغتون په افغانستان کې د سرطان لومړنی ځانګړی مرکز دی.د روغتیا وزارت چارواکو زیاته کړه چې د کابل سربیره د هیواد په زونونو کې د سرطان درملنې مرکزونو د جوړولو پلانونه روان دي.د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي چې د طبي کارمندانو، په ځانګړې توګه د سرطان درملنه کې متخصص ډاکټرانو کاري ظرفیت مخ په زیاتیدو دی.د شمېرو له مخې د سینې، معدې او سږو سرطان په افغانستان کې د سرطان تر ټولو عام ډولونو څخه دی او هر کال د سلګونو کسانو ژوند اخلي.په افغانستان کې د امکاناتو نشتوالی د دې لامل کیږي چې ناروغان بهرنیو هیوادونو ته سفر وکړي او په دې برخه کې په ملیونونو ډالر مصرف کړي.