تهران ته د روغتیا سرپرست وزیر سفر
جوزا 19, 1404 17:21 Asia/Kabul
په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت خبر ورکړ چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ایران ته سفر کړی دی.
دغه سفارت نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي د روغتیا همکارۍ د پراختیا په موخه تهران ته رسیدلی دی.مولوی جلالي نن سهار د یو روغتیایي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر وکړ.په ورته وخت کې په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علیرضا بیګدلي هم د عامې روغتیا وزارت ته ډاډ ورکړی چې هیواد به یې ډیر ژر په کابل او بامیان کې د دوو معیاري روغتونونو جوړول پیل کړي.ایران تر دې دمه د روغتیا په برخه کې ډیری خدمات وړاندې کړي دي همدارنګه په بیلابیلو ولایتونو کې روغتونونه جوړوي او په افغانستان کې طبي مرکزونه تجهیزوي.