د صهیونیستانو په یرغل د لبنان اعتراض
جوزا 19, 1404 17:20 Asia/Kabul
د لبنان پوځ د دغه هیواد او صهیونیستي رژیم ترمنځ د اوربند د څارنې کمیټې ته ویلي چې د بیروت په جنوبي څنډو کې د مریجا په سیمه کې د لبنان حزب الله غورځنګ سره هیڅ ډول وسلې نشته.
د لبنان پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د صهیونیسټانو لخوا په سیمه بمباري د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا د سرغړونې لپاره یوه دروغجنه پلمه ده.صهیونیستي پوځ تیره پنجشنبه ماښام د بیروت په جنوبي څنډو کې څو سیمې بمبار کړې.یاد رژیم ادعا کړې چې د حزب الله غورځنګ پورې اړوند څو ودانۍ یې په نښه کړې دي، خو د لبنان حکومت اوس دا ادعا رد کړې او دروغ یې بللې ده.د صهیونیستي رژیم لخوا د لبنان په خاوره کې سرغړونې په تیرو څو میاشتو کې پراخه شوي دي.