د افغانستان فوټسال غوره لیګ سیالۍ
جوزا 18, 1404 17:25 Asia/Kabul
د افغانستان د فوټسال غوره لیګ په دوام پرون ماسپښین د کابل ایف سي زیتون لوبډله او د غزني دیار سنايي لوبډلې یو بل سره مخامخ شوې.
په یوه یو اړخیزه لوبه کې چې د زیتون لوبډلې په ګټه وه شپږ پر دوه بریا او خپلې لومړنۍ درې نمرې ترلاسه کړې.د دې سیالیو په دوام کې به نن دوه نورې لوبې هم ترسره شي. په لومړۍ لوبه کې د کابل ځوانان به د هرات اتحاد لوبډلې سره مخ شي. په دویمه لوبه کې د کابل صداقت او د غزني ولایت آریا فورج به د دوهم ځل لپاره میدان ته راووځي.په لومړۍ لوبه کې صداقت د نیمروز نورزاد ته څلور پر دوه ماتې ورکړې وه.دا په داسې حال کې ده چې آریا فورج په خپله لومړۍ لوبه کې حیرانونکی فعالیت درلود او پیروزي پنجشیر لوبډلې ته یې د پنځه پر صفر سره ماتې ورکړه.