جوزا 18, 1404 17:25 Asia/Kabul
  • د کلمبیا ولسمشرۍ ټاکنو په نوماند برید

د کلمبیا په پلازمینه بوګاټا کې د یو وسلوال برید په ترڅ کې د یاد هیواد د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او سیاستوال میګل اوریبي موخه وګرځید

اوریبي تيره ورځ د پلازمینې په یوه پارک کې د ټاکنیز کمپاین ترسره کولو پر مهال تر برید لاندې راغید کولمبیا دولت او د دغه هیواد محافظه کار ګوند وویل چې هغه په روغتون کې په نازک حالت کې دی.د کولمبیا د دفاع وزیر پیډرو سانچیز تایید کړه چې یو شکمن کس نیول شوی او د نورو احتمالي شکمنو کسانو د پیژندلو لپاره پلټنې روانې دي.د ولسمشرۍ ټاکنو په رانږدې کیدو سره دې پیښې د سیاسي شخصیتونو د خوندیتوب او د کولمبیا په دوه قطبي سیاسي اقلیم کې د ثبات په اړه اندیښنې راپورته کړې