جوزا 18, 1404 17:24 Asia/Kabul

په لاس انجلس کې د امریکا دولت د کډوالۍ پالیسیو پر ضد لاریونونه د پولیسو د مداخلې له امله په تاوتریخوالي بدل شوي او ډونالډ ټرمپ د دوه زره امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کولو امر کړی دی. لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې د امریکا د کډوالۍ چارواکو د جمعې په ورځ د کډوالۍ قوانینو د سرغړونې په تور څلور څلوېښت کسان ونیول.