د ایران د استخباراتي ادارې د لاسته راوړنو په اړه نوي جزئیات
جوزا 18, 1404 17:23 Asia/Kabul
د ایران د استخباراتو وزیر صهیونیستي رژیم څخه د ستراتیژیکو او حساسو معلوماتو او اسنادو پراخه مقدار ته د لاسرسي په برخه کې د خپل هیواد د لویې لاسته راوړنې په اړه نور جزئیات خپاره کړل.
د ایران د استخباراتو وزیر حجت الاسلام خطیب وايي چې دا اسناد د صهیونیستي رژیم د اټومي پلانونو ، تاسیساتو او نورو ستراتیژیکو اسنادو پورې اړه لري.نوموړي د ایران دولتي خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې بشپړ اټومي اسناد ترلاسه او لیږدول شوي دي، او متحده ایالاتو، اروپا او نورو هیوادونو سره د اړیکو پورې اړوند نور اسناد به ډیر ژر خپاره شي.د ایران د استخباراتو وزیر زیاته کړه چې دا اقدام په پراخه جامع او پیچلي عملیاتو کې ترسره شوی.