جوزا 18, 1404 17:22 Asia/Kabul
  • د پاکستان او هند ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ایران چمتوالی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې ایران د پاکستان او هند ترمنځ د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره د هر ګام هرکلی کوي.

پزشکیان زیاته کړه چې تهران کولی شي د دې موخې لپاره د منځګړیتوب رول ولوبوي.د پاکستان لومړي وزیر د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه د ایران د دریځونو ستاینه هم وکړه او زیاته یې کړه چې موږ د سولې او اوربند لپاره له هند سره د خبرو اترو په لټه کې یو. شهباز شریف وویل چې له هند سره په خبرو اترو کې په داسې حال کې چې په مختلفو برخو کې په سرې کرښې ټینګار کووخو موږ چمتو یو چې د هند له دولت سره د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره کار وکړو او موږ په دې برخه کې د ایران د منځګړیتوب هرکلی کوو.هغه زیاته کړه چې د پاکستان حکومت په دې باور دی چې خبرې اترې د شخړو حل دی او جګړه به د تلپاتې سولې لامل نه شي.