جوزا 18, 1404 17:20 Asia/Kabul
  • کابل کې د وچکالۍ ناورین په اړه خبرداری

کابل کې د شدیدې وچکالۍ خبرداری، له وړاندې د ښار ډیر اوسیدونکي له پاکو اوبو بې برخې شوي دي

د مرسي کورپس په نوم یوه نړیواله موسسه وایي، د افغانستان پلازمېنه کابل په جدي ډول د اوبو له کمښت سره مخامخ دی.دغې موسسې په تازه څیړنه کې ویلي که وضعیت همداسې دوام وکړي، کابل به دوه زره دیرشم کاله پورې له بشپړې وچکالۍ سره مخامخ شي.مرسي کورپس د کابل د اوسنیو وګړو شمېر اووه میلیونه ښودلی.د دوی په څيړنه کې راغلي چې د هوا ککړتیا او چټلو اوبو د کابل تر ځمکې لاندې اوبه هم خرابې کړي او خلک همدا اوس پاکو اوبو ته په لاس رسي کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د میشتیدنې پروګرام ویلي و چې په ټول افغانستان کې یو ویشت میلیونه کسان پاکو اوبو ته لازم لاسرسی نه لري او په وینا یې دې برخه کې لویې پانګونې ته اړتیا ده.