جوزا 17, 1404 16:27 Asia/Kabul
  • ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اختر لمانځه مراسم

ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سرپرست حکومت د چارواکو په شتون کې د لوی اختر لمونځ ادا شو.

د سرپرست حکومت رییس الوزرا ملا حسن آخند ، مرستیالانو او نورو حکومتي چارواکو ګډون درلود.په افغانستان کې نن د اختر مراسم په داسې حال کې ترسره شول چې د ایران او سعودي عربستان په ګډون د نړۍ ډیری مسلمانو هیوادونو د جمعې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړې وه.په ورته وخت کې د سرپرست حکومت د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني د لوی اختر د لومړۍ ورځې په مناسبت وویل چې سږ کال هم موږ د لوی اختر پداسې حال کې لمانځو چې په فلسطین کې نسل وژنه روانه ده او تاریخ به هیڅکله دا چوپتیا او بې عملۍ هیره نه کړي.هغه ټینګار وکړ چې د افغانانو زړونه او دعاګانې د فلسطین له مظلومو خلکو سره دي. د فلسطین غمیزه د نړۍ د وجدان لپاره یوه لویه ازموینه وه چې ناکامه شوه.پخواني افغان ولسمشر اشرف غني چې د طالبانو له راتګ سره له هیواده ووت هم د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې وویل چې هغه د افغانستان د جوړولو او پرمختګ لپاره پیدا شوی دی او تل د خلکو تر څنګ ولاړ دی.