جوزا 17, 1404 16:25 Asia/Kabul
  • شیخ محمد بن زاید سره د پزشکیان ټلیفوني خبرې

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید سره په ټیلیفوني خبرو کې د لوی اختر ورځ د نړۍ د مسلمانانو د یووالي څرګنده مثال وباله .

ډاکټر پزشکیان د مسلمانانو یووالی په اسلامي نړۍ کې د سولې او ارامۍ د رامنځته کولو لپاره یو اساس وباله.په ورته وخت کې د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید هم د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د ایران دولت او ملت ته مبارکي وویله او دواړو هیوادونو او ملتونو ته یې د نیکمرغۍ او برکتونو هیله وکړه.هغه ټینګار وکړ چې هیله لري چې دا لوی اختر به د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره د یوالي بنسټ شي.