جوزا 17, 1404 16:23 Asia/Kabul
  • غزه کې د بې ګناه ماشومانو وژلو ته نړیواله غوسه

په فلسطین کې د یونیسف ویاند کاظم ابو خلف وویل چې د صهیونیستي رژیم لخوا د بې ګناه ماشومانو وژنې او په غزه کې روانو جرمونو د نړۍ غوسه راپارولې ده.

هغه وویل چې تر دې دمه په غزه کې پنځوس زره ماشومان شهیدان یا ټپیان شوي دي، او دا نه یوازې د فلسطین بلکې د سیمې راتلونکې ته هم ګواښ دی.هغه دا هم وویل: د وسلې په توګه د لوږې کارول یو جنګي جرم دی، او موږ په متحده ایالاتو غږ کوو چې د خوړو او طبي مرستو رسولو لپاره اقدام وکړي.ابو خلف زیاته کړه: موږ د مرستې لیږلو لپاره سیاسي فشار ته دوام ورکوو، خو په غزه کې وضعیت هره ورځ خرابیږي.د یونیسف ویاند د مرستو ویشلو په مسله کې د دې ادارې بې طرفۍ باندې ټینګار وکړاو وویل: زموږ چلند د "غزه موسسې" په ګډون د سیمه ایزو ادارو څخه توپیر لري.