جوزا 17, 1404 16:22 Asia/Kabul
  • اشغال شویو سیمو ته د پروازونو ځنډول

صهیونیستي رسنیو اشغال شویو سیمو لپاره د نړیوالو الوتنو د ځنډولو خبر ورکړی دی.

د ایر اینډیا او آی ټي اې په ګډون ګڼ نور نړیوال شرکتونه به د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د ناامنۍ له امله لږ تر لږه د یوې بلې میاشتې لپاره دې سیمو ته الوتنې ونه کړي.تر دې مخکې صهیونیستي رسنیو ویلي وو چې بهرنیو هوایی شرکتونو باندې د سیاسي فشار راوستلو هڅو سره سره دوی خپلې الوتنې لغوه کوي.د نیول شویو سیمو لپاره د نړیوالو الوتنو لغوه کول وروسته له هغه کیږي چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع تیره میاشت په یوه بیان کې بهرنیو هوایی شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې نیول شویو سیمو ته له هر ډول الوتنو ډډه وکړي.د یمن پوځ هم په ټولو نړیوالو هوایی شرکتونو غږ وکړ چې د دې بیان احکام جدي ونیسي او د خپلو الوتکو او مسافرینو د خوندیتوب لپاره اشغال شویو سیمو ته له الوتنو ډډه وکړي