جوزا 17, 1404 16:21 Asia/Kabul
  • ایلان ماسک ته د ډونالډ ټرامپ کنایه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه او د امریکايي میلیاردر ایلان ماسک ترمنځ د جدي اختلافاتو له څرګندولو وروسته په ټوکه وویل چې هغه حتا د ماسک په اړه فکر نه کوي او نور به ورسره خبرې ونه کړي.

ایلان ماسک د هغو کسانو په ډله کې و چې د ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې یې له دوه سوه اته اتیا میلیون ډالرو څخه ډیر مصرف کړی و.له تیرې اونۍ راهیسې دواړه یو بل ته سپکاوی کوي او د دوی نومونه د مختلفو رسنیو په ژبه دي.په وروستیو اونیو کې ایلان ماسک د ټرمپ ادارې پروګرامونه بې اغیزې بللي او ویلي یې دي چې هغه ورسره په کار کولو پښیمانه دی.ټرمپ هم ایلان ماسک لیونی بللی او ویلي یې دي چې هغه ستونزه لري.