جوزا 17, 1404 16:19 Asia/Kabul
  • د افغانستان د فوټسال غوره لیګ

د افغان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو د کابل فوټسال کمیټې په لوبغالي کې د دوو لوبو سره ترسره شو.

په لومړۍ لوبه کې نورزاد نیمروز کابل صداقت لوبډلې ته څلور پر دوه ماتې ورکړه او آریا فورج پنځه پر صفر سره پیروزي پنجشیر ټیم ته ماتې ورکړه.دغه سیالۍ چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټسال کمیټې په جمنازیوم کې ترسره شوې، د دوو خورا حساسو او په زړه پورې سیالیو سره ترسره شوې.پرون د افغان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو د دې ټیمونو لوبو سره پیل شو.نن شنبه د امید ایف سي، او ظاهر اسد ټیمونه به په درېیمه لوبه کې یو بل سره مخ شي او په څلورمه لوبه کې زیتون ایف سي ټیم به د دیار سنايي ټیم سره سیالي وکړي.