جوزا 14, 1404 17:14 Asia/Kabul
  • کابل کې د امام خمیني د وفات کلیزې نمانځل

د امام خمیني (رح) د وفات د کلیزې په مناسبت په کابل کې د ایران په سفارت کې یو لړ مراسم ترسره شول.

په دې مراسمو کې د افغانستان یو شمیر روڼ اندو، عالمانو، نفوذ لرونکو او سیاسي شخصیتونو ګډون کړی و.په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت سرپرست علیرضا بیګدلي د امام خمیني (رح) ارزښتناک مقام او په اسلامي نړۍ او نړیواله کچه د پرمختګونو په اړه د هغه د نفوذ په اړه خبرې وکړې.په غونډه کې حاضرو شخصیتونو د امام خمیني (رح) نظریات هم مهم او ارزښتناک وبلل.دوی د دې ستر اسلامي شخصیت افکار او نظریات په نړۍ کې د مظلومانو، په ځانګړې توګه د مسلمانانو د حقونو د دفاع لپاره خورا اغیزمن او مهم وبلل.