د امام خمیني تلین کې د پزشکیان وینا
جوزا 14, 1404 17:12 Asia/Kabul
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د امام خمیني د وفات د کلیزې په مناسبت په مراسمو کې وویل چې هیڅ ځواک نشي کولی د امام خمیني پیروان په ګونډو کړي.
ښاغلي پزشکیان وویل چې که موږ د امام په خبرو او مشورو عمل وکړو هیڅ ځواک به ونه شي کولی چې موږ مجبور او پر ځمکې پرې باسي.د ایران ولسمشر تیره شپه د امام خمیني د وفات د کلیزې په مناسبت په مراسمو کې وویل چې مرحوم امام د خلکو او ټولو مسلمانانو ترمنځ په یووالي ټینګار کاوه.ښاغلي پزشکیان ټینګار وکړ چې زموږ د بریالیتوب راز یووالي دی او تفرقې او اختلاف څخه ډډه کول دښمنانو ته ماتې ورکوي، او که مسلمان هیوادونه سره متحد شي، صهیونیستي رژیم به هیڅ ونه شي کولی.ښاغلي پزشکیان په خپله وینا کې د امام خمیني د وصیت ځینې برخې هم ولوستلې.