په بن ګوریون هوايي ډګر د یمن تازه توغندیز برید
جوزا 14, 1404 17:09 Asia/Kabul
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع نن سهار په نیول شویو سیمو باندې د توغندیزو بریدونو خبر ورکړ.
هغه وویل چې دې عملیاتو د دوهمې پرله پسې ورځې لپاره د بین ګوریون په هوايي ډګر کې د امریکا د پوځي ترانسپورتي الوتکې د ښکته کیدو مخه ونیوله.یحیی سریع ټینګار وکړ چې د یمن پوځ د فلسطیني خلکو ملاتړ ته ژمن دی او تر هغه چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونه دوام ولري خپل عملیاتو ته به دوام ورکړي.بن ګوریون هوايي ډګر ، په نیول شویو سیمو کې د حیفا بندر او په دې سیمو کې څو نورې نقطې د یمني پوځ لخوا تر سختو ګوزارونو لاندې راغلي دي.