جوزا 14, 1404 17:08 Asia/Kabul
  • د شهید نصرالله کورنۍ سره د ایران بهرنیو چارو وزیر لیدنه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر لبنان ته د خپل سفر په لړ کې د لبنان د حزب الله له مشر شیخ نعیم قاسم سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

په دې لیدنه کې سید عباس عراقچي د سیمې د وروستیو روانو مسلو او د مقاومت ځواکونو د وضعیت او همدارنګه یې په غزه کې د بشري بحران او د صهیونیستي رژیم د جرمونو په اړه بحث وکړ.په ورته وخت کې سید عباس عراقچي د شهید سید حسن نصرالله قبر ته تر درناوي وروسته وویل: د سید حسن شهادت د مقاومت ځواک زیاتوي. زه ډاډه یم چې شهید نصرالله به د مقاومت په پراختیا کې د هغه وخت په پرتله ډیر اغیزمن وي کله چې هغه ژوندی و.سید عباس عراقچي د لبنان پلازمینې بیروت ته لاړ او د ولسمشر، لومړي وزیر او د جرګې له مشر سره یې خبرې وکړې..