جوزا 14, 1404 17:05 Asia/Kabul
  • نړیوال کرکټ لیګ کې د عمرزي ځلیدل

د افغانستان کرکټ ستوري عظمت الله عمرزي په نړیوال کرکټ لیګ کې یوه غوره لوبه ترسره کړه.

عمرزي چې په دوه زره څلورویشتم کال کې د نړۍ غوره لوبغاړی شو یوه بله مهمه لوبه هم وکړه.نوموړي په درېیم اوور کې ویرات کوهلي چې د نړۍ یو له خورا مشهورو لوبغاړو څخه ده وسوځاوه.عظمت الله عمرزي په دې سیالۍ کې د پنجاب کینګز ټیم لپاره لوبه وکړه.هغه سیالۍ چې عمرزی پکې لوبیږي د نړۍ یو له مهمو لیګونو څخه دی چې اوس مهال په هند کې ترسره کیږي او په نړۍ کې خورا مهم دی.