د احمدشاه ابدالي سیالیو دوام
جوزا 12, 1404 17:38 Asia/Kabul
د احمد شاه ابدالي جام د کرکټ څلور ورځنۍ لومړۍ درجې سیالۍ دوام لري.
د تیرې ورځې لوبه کې میوند لوبډلې ماهیپر لوبډلې ته یوازې د اته ویشت منډو په توپیر ماتې ورکړه چې په دې سیالۍ کې یې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.د پامیر او هندوکش لوبډلو ترمنځ په لوبه کې هیڅ یوې لوبډلې د خپلې خوښې پایله ترلاسه نه کړه او دا لوبه پرته له کومې پایلې پای ته ورسیده.د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې میوند لوبډلې په دې سیالۍ کې خپله غوره لوبه وکړه او د ماهیپر ځواکمنه لوبډله یې چې د جدول په سر کې وه ماتې ورکړه.د یادونې وړ ده چې په دې لوبه کې میوند لوبډلې د ماهیپر لپاره دوه سوه اته څلویښت منډې جوړې کړې خو دې ټيم د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې دوه سوه نولس منډې وکړې.