جوزا 12, 1404 17:37 Asia/Kabul
  • زده کړو څخه د ۴میلیونه ماشومانو محرومیت

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه نوي راپور کې ویلي چې څلور میلیونه افغان ماشومان ښوونځي او زده کړې ته له تګ څخه محروم دي.

د ښوونځیو معیاري ودانیو نشتوالی، د څښاک اوبه، روغتیايي اسانتیاوې او د ښوونکو کمښت د دې محرومیت اصلي لاملونه دي.په ورته وخت کې په افغان کورنیو کې اقتصادي ننګونې هم د دې ماشومانو د زده کړې پر وړاندې یو له لویو خنډونو څخه بلل کیږي.دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق هم د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو غوښتنه کړې او دا بهیر یې خورا خواشینونکی بللی دی.