چین سره د اړیکو پر ارزښت د کابل ټینګار
جوزا 12, 1404 17:34 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د افغانستان بانک رئیس نور احمد آقا چین د افغانستان یو له ارزښتناکو ګاونډیانو څخه وباله او دې هیواد سره یې د بانکدارۍ سکتور په ګډون د اړیکو پراختیا یادونه وکړه.
هغه وویل چې په افغانستان د دوی د واکمنۍ د څلورو کلونو په اوږدو کې نړیوالو مالي او بانکداري ادارو سره پراخې اړیکې رامینځته شوي دي.نور احمد آقا ټینګار وکړ دا اداره هڅه کوي چې په بانکدارۍ سکتور کې د تخنیکي همکارۍ په ترلاسه کولو سره په افغانستان کې پانګوالو او سوداګرو ته ښه چاپیریال برابر کړي.د چین سفیر دا ژمنه هم وکړه چې دا هیواد به د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې مثبت رول ولوبوي او په بیلابیلو برخو کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.