جوزا 12, 1404 17:30 Asia/Kabul
  • اشغال شوي فلسطین کې بهرنیو شرکتونو ته خبرداری

د یمن د سیاسي عالي شورا مشر ټولو هغو شرکتونو ته چې په نیول شویو فلسطیني سیمو کې پانګونه کړې ده خبرداری ورکړی چې دوی باید د یمني پوځ لخوا ورکړل شوی خبرداری په جدي توګه واخلي.

مهدي المشاط وویل چې موږ دمخه دا خبرداری ورکړی او که چیرې دوی ته کوم زیان ورسیږي نو مسولیت یې پر خپله غاړه دی.د یمن دې سیاسي چارواکي وویل چې که اړتیا وي موږ به صهیونیستي رژیم سره د مقابلې لپاره نور اقدامات وکړو او دا اقدامات به پانګوال شرکتونه له لویو خطرونو سره مخ کړي.المشاط زیاته کړه که چیرې د یمن وسله وال ځواکونه د عملیاتو نوی پړاو پیل کړي، هغه شرکتونه چې په نیول شویو سیمو کې پانګونه کوي درانه زیانونه به ولري.