په نړیواله کچه د امام خمیني فکر
جوزا 12, 1404 17:29 Asia/Kabul
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي د امام خمیني د وفات د کلیزې په مناسبت وویل چې د امام خمیني فکر په ټوله نړۍ کې په خپل ټول ځواک سره شتون لري.
هغه وویل چې اسلامي امت د ستر پیغمبر د پاک اسلام د رڼا شاهد دی چې هغه د خپل انقلابي پلان سره خپور کړ.شیخ نعیم قاسم ویلي دي چې امام خمیني یو استبدادي ایران په داسې ایران بدل کړ چې د مظلومانو غږ اوري او ورسره مرسته کوي.د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي ټینګار وکړ چې امام خمیني په ټولنه کې الهي او عقیدوي ارزښتونه ترویج کړل او دا مسله د استکبار په وړاندې د مبارزې په برخه کې د مقاومت غورځنګونو لپاره یوه رڼا شوه.