جنوبي خراسان سره د فراه اړیکو پراختیا
جوزا 11, 1404 17:11 Asia/Kabul
د فراه والي غوث الدین رهبر د ایران په جنوبي خراسان ولایت کې اقتصادي فعالانو ته وویل چې په افغانستان کې عمومي شرایط د اقتصادي فعالیتونو لپاره چمتو دي. د جنوبي خراسان والي سید محمد رضا هاشمي هم د دواړو سرحدي ولایتونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو پر اهمیت ټینګار وکړ او وویل چې فراه ولایت د جنوبي خراسان لپاره یو ستراتیژیک فرصت دی، د دې سفر په لړ کې د فراه او بیرجند خصوصي برخو ترمنځ درې اقتصادي تړونونه هم لاسلیک شول.