سعودي عربستان ته د حج او اوقافو وزیر سفر
د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت سرپرست وزیر نور محمد ثاقب سعودي عربستان ته سفر کړی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې د دې سفر موخه د اسلامي هیوادونو د حج وزیرانو په نړیواله غونډه کې ګډون کول او افغان حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو بهیر څارنه ده.د حج او اوقافو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې ثاقب به د دې سفر په جریان کې د سعودي د حج او عمرې وزارت او د حج خدماتو په برخه کې فعالو نورو ادارو او شرکتونو سره وګوري.د دې غونډو موخه د همغږۍ ښه کول، حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو بهیر ګړندی کول او د راتلونکو کلونو لپاره د تلپاتې هوکړې رامینځته کول دي.د حج او اوقافو سرپرست وزیر به د مکې او مدینې په ښارونو کې د افغانستان د حج ماموریت د کاري کمیټو فعالیتونه هم وګوري او د خدماتو چمتو کولو بهیر به له نږدې وڅاري.دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې د حج او اوقافو وزارت په وینا شاوخوا دیرش زره هیوادوال د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.