جوزا 11, 1404 17:09 Asia/Kabul
  • د عراقچي او ګروسي ټلفوني خبرې

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس عمومي رییس رافائل گروسی او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ټیلیفوني خبرو کې د اټومي خبرو اترو او د بندیزونو د لرې کولو په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث وکړ.

په دې خبرو اترو کې دواړو اړخونو د اټومي خبرو اترو او د بندیزونو د لرې کولو په برخه کې وروستي پرمختګونه او همدارنګه د ایران په اړه نوي خپاره شوي راپور ته کتنه وکړه.د ایران د اټومي انرژۍ ادارې سره د دوامداره همکارۍ او دې حقیقت ته په اشارې سره چې د ایران ټول اټومي فعالیتونه د ادارې تر څارنې لاندې او د خوندیتوب تړون په چوکاټ کې ترسره کیږي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یادې ادارې له عمومي رییس څخه وغوښتل چې په داسې طریقه حقایق منعکس کړي چې د ځینو اړخونو لپاره د دې نړیوال سازمان څخه د ناوړه ګټه اخیستنې فرصت برابر نه کړي.عرقچي غوښتنه وکړه چې راتلونکې اونۍ غونډه کې له دې ادارې سره د ایران همکاري تشریح کړي، او د هر ډول سیاسي اقدام پایلې په ګوته کړي ځکه چې ایران به د اروپایي لوریو لخوا د هر ډول نامناسبو حرکتونو په وړاندې مناسب ځواب ووایی.