جوزا 11, 1404 17:06 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د ناټو راګرځیدو اړوند د روسیې خبرداری

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا افغانستان ته د ناټو د بیرته راستنیدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړ.

سرګي لاوروف وویل چې ناټو له افغانستانه د شرمناکه وتلو څخه څلور کاله وروسته هیواد ته د ننوتلو لپاره نوې لاره لټوي.لاوروف وویل ناټو هڅه کوي چې د امنیت او ثبات په پلمه په سیمه کې خپل نفوذ بیرته راولي.خو هغه د دې په اړه وضاحت نه دی ورکړی چې ناټو او متحده ایالات به څنګه افغانستان ته راستانه شي.دا په داسې حال کې ده چې سرګي لاوروف د روان کال په ثور میاشت کې افغانستان ته د ناټو د پوځي زیربناوو د بیرته راستنیدو د نویو هڅو په وړاندې خبرداری ورکړی و، او ویلي یې وو چې دا ډول کړنې کولی شي د راتلونکو شخړو خطرناکه سرچینه شي.سرپرست حکومت تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د منلو وړ نه دی.