غزه «د ځمکې په سر وږی ځای»
جوزا 10, 1404 16:15 Asia/Kabul
ملګرو ملتونو پرون اعلان وکړ چې غزه "د ځمکې پر مخ تر ټولو وږی ځای" دی او د سیمې سل سلنه نفوس اوس د قحطۍ له خطر سره مخ دی.
دې ادارې وویل چې صهیونیستي رژیم غزې ته د اړینو مرستو د ننوتلو مخه نیسي او دا په سیمه کې په روانه جګړه کې د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي چې په بشپړ ډول غیر انساني دي.د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویاند وویل چې غزه په نړۍ کې یوازینۍ سیمه ده چې ټول نفوس یې د قحطۍ له خطر سره مخ دی.هغه په جینیوا کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې صهیونیستانو غزې ته د مرستو د ننوتلو په مخنیوي سره په سیمه کې یو لوی بشري ناورین رامینځته کړی دی.له دې سره صهیونیستي رژیم د متحده ایالاتو په ملاتړ غزه کې خپلو جرمونو ته دوام ورکوي.