جوزا 10, 1404 16:08 Asia/Kabul
  • د افغان ماشومانو ناوړه وضعیت

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي له دوه ویشت میلیونو څخه ډیر افغانان چې دولس میلیونه ماشومان هم پکې شامل دي بشري مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري.

دغه سازمان ویلي چې دوی په افغانستان کې حیرانونکې احصایې لري چې ډیرې د اندیښنې وړ دي.یونیسف په دې راپور کې ویلي د اته لک او نهه ویشت زره ماشومانو څخه چې له خوارځواکۍ سره مخ دي له اووه دیرش زره څخه ډیرې یې نجونې دي چې ځانګړې درملنه یې روانه ده.د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي دوی هڅه کړې چې د افغانستان په څلور دیرش ولایتونو کې د دوه زره څلور سوه او شپږ روغتیایی مرکزونو له لارې ماشومانو ته لومړني، ثانوي او تخصصي خدمات وړاندې کړي.