د فلسطین په ملاتړ د یمن د خلکو میلیوني لاریون
جوزا 10, 1404 16:07 Asia/Kabul
د جمعې په ورځ د یمن پلازمېنه صنعا د فلسطینيانو په ملاتړ کې د یو میلیون خلکو د لاریون شاهده وه چې شعار یې: "غزه او الاقصی تر یرغل لاندې دي"و.
په دې لویه مظاهره کې د یمن خلکو د صهیونیستي اشغالګر رژیم په وړاندې د فلسطیني خلکو پر بریا ټینګار وکړ.دوی په ټولو مسلمانو هیوادونو غږ وکړ چې د فلسطینيانو په ملاتړ سره په یرغلګرو او صهیونیستانو باندې خپل فشار زیات کړي.د کابینې یو شمیر لوړ پوړو یمني چارواکو په ګډون د کابینې وزیرانو هم په دې لاریون کې برخه واخیسته.یمنیانو د فلسطیني خلکو لپاره خپل کلک ملاتړ اعلان کړ او وویل چې دوی به هیڅکله هم له خپلې ژمنې په شا نه شي.دوی د غزې او فلسطین اوسیدونکو ته وویل صبر وکړئ ځکه چې تاسو د خدای په لاره کې هڅه کوئ او خدای به ستاسو صبر او جهاد ضایع نه کړي.