جوزا 10, 1404 16:05 Asia/Kabul
  • د ایټالیا د بایسکل ځغلونې سیالۍ کې د فلسطین بیرغ

او په نړیواله بایسکل ځغلونې سیالۍ کې د فلسطین د خلکو د ملاتړي حیرانونکې کړنه

په ایټالیا کې د فلسطینیانو په ملاتړ کې د بایسکل ځغلونې په نړیواله سیالۍ کې یو لوی فلسطیني بیرغ پورته شو.دا کړنه په داسې حال کې ترسره شو چې د فلسطیني وګړو یو ملاتړي په یوه حیرانونکي عمل کې د بایسکل ځغلوونکو په لاره کې د فلسطین بیرغ نصب کړ چې دا انځورونه یې نړیوال کړل.فلسطینیانو سره پیوستون په ټوله نړۍ کې ترسره شوی له نړیوالو غونډو څخه تر مختلفو نړیوالو پوهنتونونو پورې او دا ملاتړي انځورونه په لویو سپورتي سیالیو کې هم لیدل شوي دي.که څه هم د صهیونیستانو ملاتړي هیوادونه هڅه کوي چې د داسې نړیوال ملاتړ مخه ونیسي خو د نړۍ په ډیری برخو کې په ځانګړې توګه د سپورتي سیالیو په کچه خلکو د فلسطین بیرغ پورته کړ.