جوزا 08, 1404 16:25 Asia/Kabul
  • د غزې ملاتړ لپاره د سرپرست حکومت بلنه

د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې نن پنجشنبه په غزه کې د صهیونیستي رژیم د نسل وژنې پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

یاد وزارت ویلي دا ټولو ته څرګنده ده چې د تیر یو نیم کال راهیسې صهیونیستي رژیم د فلسطین د بې ګناه او بې دفاع خلکو پر وړاندې سخت ظلم، تیري او جرمونه ترسره کوي او د لسګونو زرو بې ګناه ښځو او ماشومانو له شهادت او د غزې د پراخې ویجاړۍ وروسته غاصب او اشغالګر صهیونیستي رژیم اوس پریکړه کړې چې د غزې خلک قتل عام کړي یا په بشپړه توګه یې له منځه یوسي.ادارې دا هم وویل چې غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو مخه نیول او په قصدي ډول د غزې خلکو ته لوږه ورکول څرګندوي چې صهیونیستان د فلسطین د خلکو په بشپړ ډول قتل عام کول غواړي.دې خبرپاڼه کې راغلي څرنګه چې موږ مکلف یو چې د عقیدې او د انساني خواخوږۍ له پلوه د غزې د مظلومو خلکو ملاتړ وکړو د جمعې په ورځ به په ټول هیواد کې په غزه کې د ظلم او نسل وژنې پر وړاندې د اعتراض غږ پورته شي.