د روسیې کازان ته د برادر څلور ورځني سفر پای
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هوکړې پنځه یادښتونه لاسلیک او د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره یې وکتل.هغه د روسیې کازان ته خپل څلور ورځنی سفر له لاسته راوړنو ډک وباله.
کابل ته له راستنېدو وروسته، هغه په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسلو په اړه یې له روسي چارواکو سره رغنده خبرې اترې کړې دي.نوموړي وویل، د سفر پر مهال یې د تاتارستان جمهوریت له ولسمشر او د موردوویا جمهوریت له ولسمشر سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه ګټورې ناستې کړې دي.د ملا برادر په وینا، د دې سفر پر مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریز فورم هم پرانیستل شودا لوړپوړی پلاوی، چې د ملا برادر په مشرۍ د کازان شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون کړی و، د غويي میاشتې په څلور ویشتمه نېټه تاتارستان ته تللی و او تیره شپه بېرته کابل ته راستون شو