د هند او پاکستان ترمنځ براخه جګړه
ثور 17, 1404 17:46 Asia/Kabul
تیره شپه د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې پیل شوې، او په دې بریدونو کې، هند په مکرر ډول د پاکستان په خاوره کې ځينې سیمې په نښه کړې دي. تر اوسه پورې په دې بریدونو کې د نږدې دېرشو پاکستانیانو مړینه تایید شوې ده.