د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې د نیټې اعلان
د ازموینو ملي ادراې د کانکور د څوارلسوه او څلور کال ازموینې نیټه اعلان کړه چې په دې ازموینه کې به یوازې هلکان ګډون کوي
د ازموینو ملي ادارې مسوولینو ویلي د غه ازموینه په پنځو پړاوونو کې اخیستل کیږي، چې د جوزا میاشتې په اووه مه پیل او د سرطان تر شلمې نېټې به دوام وکړي. په جوړه شوې غونډه کې د یادې ادارې مشر عبدالباقي حقاني ویلي،چې لومړی پړاو به یې د جوزا میاشتې په اووه مه ، اتمه ، او نهمه نېټه یولس ولایتونو (میدانوردګ، لوګر، پروان، پنجشیر، کاپیسا، غزني، پکتیکا، بغلان، غور، بامیان او ډایکندي) کې ترسره شي. د دویم پړاو به هم د جوزا میاشتې په اته ویشتمه، نهه ویشتمه او دیرشمه نېټه (ننګرهار، کندهار، نیمروز، پکتیا، نورستان، لغمان، هلمند، زابل، کونړ، خوست، فراه او ارزګان) ولایتونه کې ترسره شي.همدارنګه د ازموینې درېیم پړاو د سرطان په پنځمه او شپږمه او څلورم پړاو هم د سرطان میاشتې په دیارلسمه ترسره کیږي چې (تخار، جوزجان، بادغیس، کندز، سرپل، هرات، بلخ، فاریاب، سمنګان او بدخشان) ولایتونه په کې شاملیږي. همدارنګه پنځم پړاو چې په کابل ولایت کې د سرطان په شلمه نېټه اخیستل کېږي.د ازموینو ملي اداره ولس ته ډاډ ورکوي چې ازموینه به په بشپړ شفافیت ترسره شي، څو وړ او استعداد لرونکي کسان لوړو زدهکړو ته لاره پیدا کړي