په سوریه کې د صهیونیستانو پرمختګ
ثور 01, 1404 17:39 Asia/Kabul
د سوریې رسنیو دغه هیواد ته د اسراییلي پوځي کاروانونو د ننوتلو خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې دا کاروانونه د قنیطره ولایت د لویدیځ تل احمر په څیر سیمو ته ننوتلي دي.دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ صهیونیسټانو د سوریې په جنوب کې د قُنَیطره ولایت په څنډه کې د تل صَیفر په سیمه هم برید وکړ.د سوریې د پخواني رژیم له نسکورېدو او په هیواد کې د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته، صهیونیسټانو د هیواد نوې برخې ونیولې.رژیم تر دې دمه د سوریې په مختلفو سیمو لسګونه ځله سخت بریدونه کړي دي، چې لسګونه ملکي وګړي او همدارنګه د سوریې پلازمینې دمشق ته نږدې د محمد الجولاني ځواکونه یې وژلي دي.