حمل 30, 1404 17:26 Asia/Kabul
  • د لبنان د حزب الله غورځنګ د عمومي منشي وینا

د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي په یوه وینا کې ویلي چې د نیواک شوي فلسطیني سیمو سره په پولو کې د لبنان مقاومت د صهیونیستي رژیم او د هغوي د اهدافو د ترلاسه کولو مخه یې نیولې ده

شیخ نعیم قاسم دا هم ویلي دي چې د حزب الله د مقاومت ځواکونو بې وسلې کول یو وهم دی او باید له منځه یوړل شي.هغه زیات زیاته کړه: "هر هغه څوک چې د مقاومت د بې وسلې کولو غوښتنه کوي په حقیقت کې د صهیونیستي دښمن خدمت کوي." هغه کسان چې غواړي مقاومت بې وسلې کړي، د مقاومت او پوځ ترمنځ د اختلاف د رامنځته کولو په لټه کې دي.هغه دا هم ټینګار وکړ چې هغه کسان چې فکر کوي مقاومت کمزوری شوی دی تېروتنه کوي،او دا غورځنګ لا هم ژوندی او پیاوړی دی.ښاغلي قاسم وویل چې که د لبنان حکومت د خپلې خاورې او خلکو دفاع نشي کولی؛ د مقاومت ځواکونه به دا کار وکړي.د حزب الله عمومي منشي جنیش یادونه وکړه چې دوی به د ملي یووالي، د اردو د پیاوړتیا او د مقاومت لپاره د چمتووالي سره د اشغال سره مقابله وکړي، او هیڅکله به تسلیم نشي.دوی همدا راز وویل موږ کمزوري نه یو، خو د ځمکې او انسانیت لپاره د مقاومت، عزت او وقار خلک یو.