نورالدین عزیزي له پاکستاني چارواکو سره وکتل
حمل 30, 1404 17:25 Asia/Kabul
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي پاکستان ته د خپل سفر او د دغه هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنې پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټ اړیکو پر ښه والي ټینګار کړی دی.
هغه د پاکستان پر حکومت هم غږ وکړ چې د کډوالو نیول او جبري شړلو مخه ونیسي او په دې برخه کې د یوې معقولې حل لارې موندلو باندې تمرکز وکړي.د سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د دې سفر په اړه وویل چې د سفر په لړ کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ مسلو او په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وشوې.په ورته وخت کې؛ د دې سفر په لړ کې، نورالدین عزیزي د پاکستان خصوصي سکتور او د هیواد سوداګرو سره هم ولیدل او هغوی ته یې په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه.