له ایران څخه افغانستان ته د ۲۰۰ بندیانو لېږد
حمل 30, 1404 17:24 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د بندخونو د چارو د سمون ادارې د هغو دوه سوه افغان اتباعو د لېږد اعلان کړی چې په ایران کې بندیان وو.
محمد یوسف مستري وویل چې دا کسان د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې د سرپرست حکومت چارواکو ته وسپارل شول.هغه وويل چې دا کسان په ايران کې د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي او په بندخونه کې وو،خو له سلا مشورو وروسته ورته وسپارل شول.هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو پر بنسټ؛ تر اوسه پورې څلور سوه څلور اتیا افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته لیږدول شوي دي.ټاکل شوې ده چې دا کسان به د خپلو بند پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي.