د ایران د بهرنیو چارو وزیر ایټالیا ته لاړ
د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو دوهم پړاو د ایټالیا په پلازمینه کې د عمان په سفارت کې پيل شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن د امریکا له استازي سټیف ویټکاف سره په دې خبرو اترو کې غیر مستقیمې خبرې کوي.د ایران د سوله ییزو اټومي مسلو په اړه بحث د دې غونډې اصلي تمرکز دی.دواړو خواوو د عمان په پلازمېنه مسقط کې د خبرو اترو لومړی پړاو ترسره کړ او پایله یې بریالۍ اعلان کړه.په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې د عمان د بهرنیو چارو وزیر په شتون کې د عمان د سفیر په استوګنځي کې پیل شوې ديهغه روښانه کړه چې خبرې اترې، د لومړي پړاو په څیر، په دوو جلا خونو کې ترسره شوې.د همدې هدف لپاره، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن سهار د ایټالیا پلازمینې روم ته ورسید.ایټالیا ته د رسیدو سره سم، ښاغلي عراقچي د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایانی سره ولیدل.د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایانی هم د ایران او ایټالیا ترمنځ د اړیکو اوږد تاریخ یاد کړ او د اړیکو په پیاوړتیا کې یې د هیواد لیوالتیا څرګنده کړههغه همدارنګه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د بریالیتوب لپاره د هر ډول ممکنه همکارۍ لپاره د هیواد پر هوډ ټینګار وکړ.