د افغانستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کرکټ ټیمونو سیالۍ
حمل 27, 1404 17:35 Asia/Kabul
د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله نن له متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي
دا لوبه نړیوال جام ته د غوراوي لپاره ده. له افغان لوبډلې سره په ګروپ کې د متحده عربي اماراتو ترڅنګ، د هانګ کانګ، عمان او کوربه نیپال لوبډلې یوځای شوې دي.تر اوسه افغان لوبډلې د غوراوي د دې لړۍ په ترڅ کې عمان او هانګ کانګ لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.ټاکل شوې ده چې تر نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو نړیوال جام د دوه زره شپږویشتم کال په پيل کې په زیمبابوې او نامیبیا کې ترسره شي.