په امریکا کې په یوه ښوونځي وسله وال برید شوی
حمل 27, 1404 17:32 Asia/Kabul
امریکايي رسنیو د ټکزاس ایالت په ډالاس کې په یوه ښوونځي کې د وسله وال برید خبر ورکړی دی.
په دې پېښه کې چې تېره شپه رامنځته شوې، لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي، چې د دوو یې روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.د دې برید اصلي شکمن د یاد ښوونځي یو زده کونکي پیژندل شوی دی.دا په داسې حال کې ده چې دا ښوونځی تیر کال هم د ډزو شاهد و، چې د زده کونکو ترمنځ د شخړې په پایله کې شخړه رامنځته شوهد ویلو ده چې دا ډول کړنې هر کال په امریکا کې په سلګونو مړینې او ټپیانو لامل کیږي