حمل 14, 1404 16:30 Asia/Kabul
  • ډونالډ ټرامپ ته د عراق مقاومت ځواکونو خبرداری

د عراق د سید الشهداء لوا مشر ابوآلاء الولایی د ایران اسلامي جمهوریت په وړاندې د ډونالډ ټرامپ د ګواښونو په ځواب کې ویلي دي چې دوی د ایران ملاتړ کوي.

هغه ټینګار وکړ چې یو عزتمند کس د حق او باطل، د موسی او فرعون، د محمد او ابوجهل او د ایران او امریکا ترمنځ بې طرفه نه پاتې کیږي.هغه ویلي دي لکه څنګه چې موږ د فلسطین تر څنګ ولاړ وو موږ د ایران اسلامي جمهوریت سره هم ولاړ یو.هغه ټینګار وکړ چې د دوی اصول نه بدلیدونکي دي او خدای د دې شاهد دی.په تیرو څو اونیو کې ډونالډ ټرامپ د ایران اسلامي جمهوریت ته ګواښونه کړی دی خو ایران ټینګار کړی دی چې که امریکا کوم ناسم کار وکړي سخت ګوزار سره به مخ شي.